برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښویدا

آریانانیوز: د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر چی کونړ ته ورسېد او له رسېدو سره سم یې ددغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ پرانیسته وکړه.


تر هغه وروسته یې په اسعد اباد ښار کې د یوه ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. خبرپاڼه زیاتوي چې پر دغه روغتون به نږدې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د افغان حکومت له بودیجې ورکول کېږي.
ولسمشر ویلي، چې دغه روغتون د یوه ستر کار پیل دی او په کونړ کې به د خلکو ستونزې حل کړي. دده په وینا د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په کونړ کې د روغتیايي خدماتو په عصري کولو او اسانتیاوو برابرولو کې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي