آریانانیوز: د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ، دې ځواکونو او ملکي وګړو ته هم تلفات اړولي دي...
د کندوز د ولایتي شورا غړی ، رباني رباني وویل چې په دې بریدونو کې 12 دولتي ځواکونه او یو ملکي وژل شوي او 12 نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دغه بریدونه تیره شپه 11 بجې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د اورټیژ بیګ په پوسته ترسره شوي.
په دې نښتو کې د طالبانو د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې وویل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګډ حکومت د تلاشۍ پوسته د سقوط پرمهال لس دولتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا 15 نور ټپیان دي.