برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

په کابل کې د طالبانو د جرګې په تړاو د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د ملي مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي چې د نامشروع لارو او د خلکو د رضایت خلاف د واک ترلاسه کول او د هغې دوام په فوسیل شوې او نا مقبوله وسیلو له لارې اعتبار نه مومي.


د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي، طالبان په دغسې بې ثباته او د بې اعتمادۍ په فضا کې هڅه کوي چې نړیواله ټولنه اوافغانستان ولس غولوي او د علماوو د غونډې یا جرګې په نوم په یوه چل سره مشروعیت ترلاسه کولو ادعا وکړي.

د ملي مقاومت جبهې په اعلاميه کې چې تېره شپه خپره شوه، ويل شوي دي چې د نامشروع لارو او د خلکو د رضايت په خلاف د قدرت ترلاسه کول او ساتل د متحجرانه او فوسیل شوي وسیلو له لارې اعتبار ترلاسه کولای نشي.

د مقاومت جبهې ویلي دي: د افغانستان له خلکو هیله لرو چې د طالبانو د ډلې له ټولو غیر انساني چلندونو خبر اوسي او د دې ډلې له دین او هغه څه چې علما یې بولي، په دوکه کې نه شي او د دوی جعلي نمایشونو ته اهمیت ورنه کړي.

دې جبهې زیاته کړه چې د هېواد د ستونزو یوازینۍ حل لاره دا دي چې بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو درناوی وشي، ولسواکي او د خلکو اراده ومنل شي او سراسري انتخابات ترسره شي.

طالبان وايي چې دا غونډه د دیني عالمانو په ټینګار سره جوړه شوې ده.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند د دغې غونډې د ترسره کېدو په غبرګون کې طالبان د جرګې یا شورا له مفهوم څخه د وسیلې په توګه په کار اخیستو تورن کړل او ویې ویل چې طالبان د درواغ مشروعیت جوړوني او د خپلې واکمنۍ د بنسټونو د ټینګولو په لټه کې دي.

د بشري حقونو سازمانونو په دې غونډه کې د ښځو پر نه ګډون نیوکه کړې وه.

شریک یي کړئ!