برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ټاکنیزو سیالیو کې

آریانانیوز: اجراییه رییس او د ولسمشري ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي چې دولتي سرچینې او د نړیوالو مرستې د افغانان حق دی او هېڅوک په ټاکنیزو سیالیو کې د دغو سرچینو د کارولو حق نه لري.



اجراییه رییس ټینګار کوي چې هېڅوک نه‌شي کولای چې له حکومتي موقوفونو نه په ټاکنیزو سیالیو کې ګټه واخلي او حکومتي مسوولان باید د بې‌طرفۍ اصل تر پښو لاندې نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشري له ټولو نوماندانو غوښتي چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ په عادلانه ډول د ټاکنو له قانون او هغو طرزالعملونو او مقرراتو سره سمې وکړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټاکلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي