برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ټاکنیزو سیالیو کې اوږه پر اوږه پیسې لګول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو مالي لګښتونو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، اشرف غني او عبد الله تر نورو نوماندانو ډیرې پیسې د کمپاین پر وخت مصرف کړي دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصولو له مخې هر نوماند حق درلود چې د خپلو ټاکنیزو سیالو په لړ کې ۴۴۲ میلیونه افغانۍ مصرف کړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ تر ټولو ډیرې پیسې د ولسمشر غني لګولي دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې ولسشمر غني ۲۰۱ میلیونه افغانۍ لګولي دي، تر غني وروسته اجرائیه رئیس عبد اله عبد الله دی، چې ۲۱ میلیونه افغانۍ یې مصرف کړي دي
دا په داسې حال کې ده چې رحمت الله نبیل د اشرف غني د ټاکنیزو سیالو مالي لګښت ۱۷۰ میلیونه ډالره ښودلی وو
د معلوماتو له مخې د نوماندانو تر منځ کمې پیسې غلام فاروق نجرابي مصرف کړي دي
ګلبدین حکمتیار، فرامرز تمنا، احمد ولي مسعود، حنیف اتمر، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی، رحمت الله نبیل، او شیدا احمد ابدالي هغه نوماندان دي چې د خپل ټاکنیزو سیالو د لګښت په اړه یې کمېسیون ته راپور ندی ورکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي