برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ټاکنو کې د خلګو کم رنګه ګډون د اندېښنې وړ

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس ډاکترعبدالله په ټاکنو کې د خلګو کم ساری ګډون د اندیښنې وړ وباله اوپه همدې تړاو یې د ټاکنو ټیمونه ګرم وبلل او زیاته یې کړه خلګو ته لازم عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.


نوموړي زیاته کړه د څلورو ورځو په تېریدو لا هم ټاکنیزو ټیمونو ته د خلګو د ورتګ لړۍ پڅه ښکاري چې دغي چاري د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندي راوستی.
د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وایې : د ټاکنو د نوم لیکني لړۍ به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري دوام وکړي چې نږدې څلور سوه زره کسان به خپل نوم ثبت کړي.
بل خوا بیا طالبانو هم له خلګو غوښتي چې په دې جعلي پروسه کې برخه وا نه خلي.
د دوی په باور چې د ټاکنو پایلي د امریکا په لاس کې دي او د ولس رایي او د ټاکنو پروسه د خلګو په سترګو کې خاوري شیندل او تېر ایستل دي.
یو شمېر ولسونه هم د تیرو ټاکنو پایلي له فساد او لاسوهنو ډکې یادوي او د بیا ځل لپاره په ټاکنو کې برخې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي