برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی داداري فساد پروړاندې پرمبارزې نیوکه

آریانانیوز: درسندیوپه راپور ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په شمول یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې له اداري فساد سره پر پڅې مبارزې نیوکه کړې ده.
د فساد ضد سفیرانو ګروپ، چې ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، نړیوال بانکوغیره پکې شامل دي د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دا نیوکه کړې ده.
دوی په اعلامیه کې افغانستان کې پر اداري فساد اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي،چې دوی په دغه هېواد کې له اداري فساد سره د روانې پڅې مبارزې په اړه سخت اندېښمن دي.
د نړیوالو ترڅنګ دلته میشت عام افغانان هم ډير وخت په حکومت کې د اداري فساد په اړه چیغې وهي.
دوی پر حکومت نیوکه لري او وایي سره له دې، چې کلونه کیږي حکومت اداري فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې خبرې کوي خو لا هم اداري فساد په خپل اوج کې دی.
د وروستیو راپورنو له مخې ډير فساد د هېواد په ګمرکاتو کې ترسره شوی او ګمرکاتو ډیری عواید شخصي جیبونو ته تللي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي وایي هم تیره اونۍ ویلي وو، چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي.
ځینې بیا وایی چی بهرنی شرکتونه هم د افغانستان په اداری فساد کې لاس لری او هغه پیسې چی افغانستان ته د مرستو په لړ کی ورکول کیږی ، بیرته د لویدیځوالو جیبونو ته ورځی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي