برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په مشورتی لوئې جرګې کې دنه ګډون په اړه ټینګار

آریانانیوز: دملی وحدت حکومت د اجرائی شورا دمشر دفتر په یوې اعلامیه کې ټینګار کړی،ددغه اورګان مشر عبدالله عبدالله ماغه شان دسولې په مشورتی لوئې جرګې کې د نه ګډون په باب پخپل دریځ ټینګار کوی .


دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا د مشر،دولسمشرۍ دانتخاباتو د یو شمیر کاندیدانو او سیاسی مشرانو له مخالفت سره سره ، ددغه هیواد ولسمشر اشرف غنی هڅه کوی ،څو لویه جرګه پخپل ټاکلی وخت ، یعنی داپریل په ۲۹نیټه ترسره شی .
د ډاکټر عبدالله ددفتر مشرعبدالقهار عابد په مشورتې لوئې جرګې غونډې کې دعبدالله د نه ګډون دلیل ددغې جرګې د ترسره کولو لپاره دافغانستان دولسمشر اشرف غنی د هڅې دڅرنګوالی نه مشخص کیدا بللې ده .
په داسې حال کې چې لویه جرګه دهغه څه په دلیل چې ورځینی دحکومت تبلیغاتی استفاده بلل کیږی ،پراخو لورو ئې بایکاټ کړ ی،د افغانستان د سولې دعالی شورا د دارالانشاء مشر محمد عمرداؤدزی څو ورځې مخکې په یوې غونډې کې وئیلی وو،چې دولسمشرۍد انتخاباتو د کاندیدانو او نورو هغو کسانو دقانع کولو لپاره چې لویه جرګه ئې بایکاټ کړې ده،هلې ځلې دوام لر ی. حال دا چې وئیل کیږی،په دې باب سلامشورې تر دې دمه بې نتیجې دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي