برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مزار شريف کښې د هنګامي حالت اعلان

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د عطاء محمد نور او د افغانستان د ولسمشرۍ د ارزګ ماڼۍ ترمېنځ د تاوتريخوالي له راڅرګندېدو وروسته د بلخ مخکښېني والي نن د دغه ښار له اوسېدونکو وغوښتل کار ته له تګ څخه دې ډډه وکړي.


هغه د مزار شريف له بازاريانو غوښتي دي چې د خپلو ځانونو د امنيت د ساتنې لپاره دې له خپلو کورونو بهر نه راوځي.
عيني شاهدانو ويلي دي چې د عطاء محمد نور پلويانو وسلې راخېستې دي او د مزار شريف ښار په سړګونو ګرځي راګرځي او د کورنيو چارو د وزارت چارواکو ته يې هم اجازه نه ده ورکړې چې د دغه ښار له هوائي ډګره دې نه اوځي او ښار په بشپړه توګه تړل شوےدے.
دغه تاوتريخوالي هغه وخت شروع شو چې د کابل له ارګ ماڼۍ سره د عطاء محمد نور د موافقې له مخې په بلخ ولايت کښې يو شمېر حکومتي کارکونکي او چارواکي پکار دي د هغه د اعتماد وړ کسان وي خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د بلخ د پوليسو قوماندان محمد اکرم سامع څنګته کړ او عبدالرقيب مبارز يې د پوليسو د نوي قوماندان په توګه منصوب کړ چې دا کار د عطاء محمد نور له ردعمل سره مخامخ شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي