برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فاریاب کې کلینیک او فراه کې ښوونځی تر هوايي بریدونو لاندې ونیول شول

ګډو ځواکونو په فاریاب او فراه ولایتونو کې ولسي مېشت سیمې او عام المنفعه تاسیسات تر هوايي بریدونو لاندې نیولي او ګڼ ملکي تلفات یې تر شا پريښي دي.


پرون تر غرمې مخکې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسی سیمه کې په یو روغتيايي مرکز چورلکو بمونه وغورځول او ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د فاریاب د عامې روغتیا مسئولینو د روغتیايي مرکز د بمبارۍ پخلی کړی. د فاریاب ولایتي روغتون د عاجلې خونې یو تن ډاکټر (محبوب) رسنیو ته ویلي چې ټول عام ولسي وګړي روغتون ته وروړل شوي.
د فاریاب د عامې روغتیا د چارواکو تر څرګندونو وروسته د شاهین قول اردو هم د روغتون بمبارول ومنل خو زیاته یې کړه چې د طالبانو مربوط وو نو ځکه یې بمبار کړ.
د یادې قول اردو ویاند (حنیف رضایي) د روغتون په طالب توب ټینګار کوي او زیاتوي چې «حتی دوه پاکستاني ډاکټران هم په کې وو!!». نوموړی له ملکي تلفاتو څخه انکار کوي او وايي چې ۱۰ طالبان یې وژلي.
د شاهین قول اردو ویاند (حنیف رضايي) د بمبار چورلکې د ملي اردو مربوط ګڼي، خو طالبانو ویلي چې بمبار امریکایانو کړی.
رضايي امریکا غږ ته ویلي چې په روغتون کې «طالبان او د هغوی کورنۍ» تر تداوۍ لاندې وو.
طالبانو په یوې اعلامیه کې دغه پيښه «وحشت» بللی او ویلي یې چې بمبار شوي روغتیايي کلینیک د سیمې ټولو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کول او اکثره مریضان یې ښځې او ماشومان وو. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي زیاتوي چې په نوموړې کلینیک کې د دوی کسانو هیڅ شتون نه درلود.
د فاریاب د ولایتي روغتون د عاجلې خونې ډاکټر (محبوب) هم د ښاغلي احمدي څرګندونو ته ورته څرګندونې کړي او زیاته کړې يې ده چې د دوی روغتون ته په وروړل شوو ټپیانو کې۳ نجونې چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم وو، او ۵ ښځې شاملې دي. نوموړي د دوه تنو د وژل کیدو خبر هم ورکړی.
په ورته ډول د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې هم یو ولسي بازار د بمباریو هدف ګرځیدلی او د یو ښوونځي په ګډون یې ګڼ ولسي کورونه ویجاړ کړي.
پيښه پرون تر غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په اشکین سیمه کې رامینځته شوې. د بازار په بمباریو کې د یوې صرافۍ دوکان، یو د تیلو پمپ، او د کوهیانو د برمو او ماشینونو درې بابه دوکانونو د ویجاړیدو خبر هم ورکړل شوی.
طالبانو دغه بمباري د «امریکايي اشغالګرو او غلام دښمن مشترک جنایات» بللي او له نړیوالو بې طرفه بشري ادارو یې غوښتي چې په وړاندې يې غبرګون وښيي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي زیاتوي چې داسې «وحشتونه به د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو» په ضد د ملت قهر لا راوپاروي او ډاډ یې څرګند کړی چې په پایله کې به یې دښمن له سخت ولسي غبرګون سره مخ کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي