آریانانیوز: د روزګان په ترینکوټ کې د جګړې په اړه طالبان وايي یو بهرنی او ګڼ کورني عسکر يې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تېره شپه د دوی سرتېرو د مرکز په مربوطاتو کې یو بهرنی و او شپږ داخلي عسکر وژلي دي.
په دې جګړه کې يې د دوو ټانګونو د تخریب خبر هم ورکړی دی، خو په جلا خبرپاڼه کې يې ښار ته څېرمه د لسګونو نورو عسکرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
مجاهد لیکلي، سرتېرو يې د مرکز اړوند پای ناوه سیمه کې پر يوه قرارګاه او دریو پوستو بریدونه ترسره کړل، چې پکې ۳۱ عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
دا په داسې حال کې دی چې د دفاع وزارت چارواکي وايي د روزګان مهم امنیتي ځايي چارواکي د غزني مالستان او جاغوري ولسوالۍ جګړو ته خوځېدلي دي.
د روزګان ځايي چارواکو د تېرې شپې د جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازي ومنله چې ښار د محاصرې شکل خپل کړی دی.