برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په حکومت تور لګول

آریانانیوز: د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په هیواد کښې د جنګ د دوام غوښتونکی دی
هغه پرون وویل د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کیدا او د مرکچي ټیم د جوړولو لپاره د افغانستان د حکومت ځنډ د جنګ د دوام لپاره د کابل د حکومت د ګروهنې ښودنه کوي .
د طالبانو دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د دغه ډلې غړیو درې(۳) ورځې مخکې په زابل او کاپیسا ولایتونو کښې د افغانستان په پولیسو او عسکرو باندې بریدونو سره کابو دیرش کسان وژلي وو .
د امریکا او د طالبانو د موافقې پراساس ټاکل شوي وه چې بین الافغاني خبرې اترې کابو دوې اونۍ وړاندې پیل شي خو له کوم شرط پرته د دغه ډلې د پینځه زره (۵۰۰۰) بندیانو د خوشي کولو لپاره د کابل د حکومت لخوا د طالبانو د وارمخکې شرط د نه منلو په دلیل تراوسه دغه خبرې نه دي پیل شوي .
طالبان په یووخت د افغانستان له زندانونو څخه د خپلو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه کوي خو د کابل حکومت د طالب بندیانو په مشروط ډول او سوکه سوکه د خوشي کولو وړاندیز کړی خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی او مخالفت یې ورسره کړی دی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي