برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په جرګه کې څه تېر شول؟

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ولسي جرګې یو غړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل، کله چې د دې جرګې غړي میرامان‌ الله ګذر غوښتل میررحمان رحماني د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېنوي، د وکیلانو ترمنځ اخ و ډب پیل شو.



د هغه په وینا، د ولسي جرګې غړي ګل‌رحمان همدرد او د جرګې یوشمېر نورو غړیو په تالار کې لانجه جوړه کړه چې له کبله یې الله‌ګل مجاهد بې‌هوښه شو او یوشمېر نور هم ټپیان شول.
د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، اوس د ملي شورا د ساتونکیو په مداخله د وکیلانو ترمنځ اخ‌ و ډب کم شوی دی.
هغه وايي، وکیلانو د ولسي جرګې ځینې مېزونه او څوکۍ هم ماتې کړې دي.
د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ روانه لانجه نږدې دوه میاشتې وړاندې هغه مهال پیل شوه چې د جرګې د ریاست لپاره دویم پړاو ټاکنې وشوې او د ولسي جرګې لنډمهالي رییس میررحمان رحماني د جرګې رییس اعلان کړ. ټاکل شوې وه وکیلان نن د یوې لانجمنې رایې د سرنوشت روښانولو لپاره رایې وکاروي، خو د جرګې غونډه په تاوتریخوالي واوښته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي