برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ مرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په تیرو دوو میاشتو کې، 80 زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي

آریانانیوز: د ماشومانو ژغورنې نړیواله اداره وايي په تېرو دوو میاشتو کې ،80 زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي چې خواړه ، سرپناه او روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.


دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې په سلګونو زره نور ماشومان د خوړو د کمښت او وچکالۍ له امله په کمپونو کې په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله ویل شوي چې په تیرو دوه میاشتو کې ، په افغانستان کې لږترلږه ، 130 زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ، چې 60 سلنه یې ماشومان دي. په ټولیز ډول ، په تیرو 12 میاشتو کې 362 زره ماشومان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره وايي چې 5.7 میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د لوږې له ګواښ سره مخ دي او افغانستان په نړۍ کې د لوږې له پلوه دوهم لوی هیواد دی.

دې سازمان زیاته کړه دا هم ممکنه ده چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره نیمایي ماشومان په خوارځواکۍ اخته وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي