برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ سرطان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې له ۱۴۰۲ کانکور ازموینو څخه د انجونو ایستل

آریانانیوز: د طالبانو د امتحان ملي ادارې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یوازې نارینه محصلین د ۱۴۰۲ کانکور په ازموینه کې د ګډون حق لري.


د طالبانو د ملي آزموینو ریاست یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د لوړو زده کړو له وزارت څخه یې یوازې د نارینه محصلینو د داخلې نوملړ ترلاسه کړی دی.

د ازموينو رياست زياته کړه، چې د کانکور ازموينې د ګډون کوونکو د ټاکلو مسووليت نه لري او دا مسووليت د لوړو زده کړو وزارت پر غاړه دى.

تېر کال د کانکور په ازموينه کې نجونو برخه اخيستې وه، خو طالبانو د نجونو لپاره د مضمونونو پر انتخاب محدوديتونه وضع کړل.

باید وویل شي، چې د سږ کال د کانکور ازموينې لومړی پړاو به د سرطان میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکندي، سرپل او غور ولایتونو کې واخیستل شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه