برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د داعش د مشر د پېژندلو لپاره د امریکا متحده ایالاتو لس میلیونه ډالره جایزه

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدلیې انعامونو پروګرام په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر ثناالله غفاري د پېژندلو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.


همداراز دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د کابل پر هوايي ډګر د برید په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې ده. په دغه خونړي برید کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول.

د داعش خراسان څانګه په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د هېواد په ختیځ کې راڅرګنده شوه. دغې ډلې پر ملکي وګړو او همدارنګه په پخوانيو دولتي پوستونو څو وژونکي بریدونه کړي دي.

ثناء الله غفاري د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د داعش له خوا د خراسان څانګې مشر وټاکل شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې غفاري په ټول افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د ټولو عملیاتو د تایید او پرمخ بیولو او همدا راز د عملیاتو لپاره د بودیجې د ټاکلو مسولیت درلود.

د نومبر په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت ثناالله غفاري د یو ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه وټاکه.

شریک یي کړئ!