برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د حاجیانو د نوم لیکنې بهیر به ډېر ژر پیل شي

آریانانیوز: د طالبانو د حج او اوقاف وزارت اعلان کړی چې مکې مکرمې ته د لېږلو نوم لیکنه به راتلونکې اوونۍ پیل شي.


د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ، چې د حاجیانو د اسنادو د نهايي کولو په موخه به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د حج د لګښتونو د بشپړ تحویلولو لړۍ پیل شي او دا بهیر به ۱۳ ورځې دوام وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د حاجیانو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د افغان حاجیانو لومړۍ ډله به د زمري میاشتې په لومړۍ نیټه سعودي عربستان ته واستول شي.

تر دې مخکې د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته ولېږل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي