برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې دامریکا پوځی شتون توجیه نلری

آریانانیوز: د افغانستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو دکمیسیون مشر« زمرک پاخوابی »په هیواد کې د امریکا دعسکرو دشتون د دوام په اړه خبرداری ورکړ .



زمرک پادخوابی وویل په افغانستان کې د امریکا دپوځیانو دشتون دوام هیڅ توجیه نلری ځکه چې په دغه هیواد کې ورځ تر بلې ناامنۍ په زیاتیداده .
هغه په افغانستان کې د امریکا دعسکرو او د ترهګرو ډلو شتون ته په اشارې سره وویل دکابل حکومت باید په افغانستان کې د سوریې دکړکیچ د تکراریدا او په سیمه کې دامریکا د نفوذ په ساحې د افغانستان دبدلیدا مخه ونیسی .
دافغانستان اکثره خلک او حکومتی چارواکی باوری دی د ناټو له نورو غړیو هیوادونو سره یوځاې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې په دغه هیواد کښې دامریکا پوځی شتون تراوسه د افغانستان د بیخ بنایانو له تباه کیدا او د زرګونو بې ګناه خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه او ګټه نه ده لرلی .

شریک یي کړئ!