برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کی د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلو ټینګار

آریانانیوز: په داسې حال کې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو ویلي، چې ګاونډیان یو بل ته ثبات او امنیت غواړي او چین د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره اوږد مهالې او ستراتيژیکې ملګرتیا ته هیلمن دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هیواد یې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې له پرمختګ هرکلی کوي او هیله یې داده، چې ټول ښکېل لوري د خپل ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
چین داسې مهال د ټولشموله حکومت د جوړولو غږ کوي، چې په نږدې راتلونکې کې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک خبرونه تر سترګو کېږي.
که څه هم د عبدالله ټيم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اشرف غني ویاند وایي، غني او عبدالله د اصولو په برخه کې توافق ته رسېدلي، او اوس په جزئياتو باندې خبرې روانې دي.
د نوموړي په قول، په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي