برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی د کمیونزم اوډیموکراسې په اړه دیو شناندی نظر

د ثور اوومه د افغانستان په تاریخ کې د افغانانو د مرګونو او ټولوژنې توره ورځ ده، لکه د اتوم بم مضر اثرات یې څلوېښت کاله ورسته هم لیدل کیږي.


پلار جان مې کیسه راته کوي چې په پینځم صنف کې وم، کلي ته مو قوه راغلې وه، عسکر په اسلامپالو پسې ګرځېدل، نو زموږ کور ته یې دوه ګرنیټ بمونه راوتوغول. ټول په کوټو کې د ننه وو، چا ته زیان ونه رسېد، خو تره مې ور منډه کړه چې په خبر ځان ورسره پوه کړي، څنګه یې چې دروازه ورپرانيستله عسکرو ډزونه ورباندې وکړل او ځای پر ځای یې شهید کړ. موږ شهید خښ کړ، پر ځان او ناموس ډارېدو. د کور قیمتي شیان مو خرڅ کړل او کډه مو بار کړه، د پاکستان په طرف روان شوو. آخري ځل مې چې کلي ته وکتل، له سترګو مې اوښکې روانې شوي چې بیا به خدای خبر کله ورته راځو.
د هر دویم افغان په کور کې دغه رنګ غم تیر شوی خو د افغانانو حافظې ډېرې کمزورې دي، بل موږ د سړي د عمل نه، خبرو ته ډېر اهمیت ورکوو. که څوک غواړي چې سمه لار راته وښیي نو د ځان پوهولو پر ځای کوښښ کوو چې په هره طریقه وي خپله خبر ورباندي ومنو. که څه هم زموږ مخاطب پر حق وي. په مجلسو، میډیا او تولینزو شبکو کې که خلقیان – پرچمیان درسره مخامخ شي د دې پر ځای چې پر خپلو جنایتونو وشرمیږي، پر خپلو مخالفینو د اشرارو، پنجابیانو او ورانکارو ټاپې وهي او ځان خلاص کړي. له خلقیانو نه تر اوسنیو ډیموکراتانو پورې ټول جنایت کاران خپلو جنایتونو ته د پنجاب پرتوګ وکړي او ځان خلاص کړي. که پوښتنه ترې وکړې چې د روس او بیا د ناټو زرګونه پوځیان، الوتکې، ټانګونه او نورې ثقیله وسلې مو بې درېغه استعمال کړې څومره پنجابیان مو و وژل او پر پاکستان مو څو ځله بمبار وکړ؟نو لار تر ورکه شي یو ځل بیا د پنجاب ټاپه درباندې سریښ کړي.
وایي خلقیان او بیا نجیب وطن پرست خلک وو، د وطن سره یې خیانت ونه کړ، د پنجابیانو دوښمنان وو، خو که پوښتنه ترې وکړې، چې هغه دېرش دېرش ميليونه نفوس هم پنجابیان وو چې هجرت ته یې ته اړ باسل؟ وروسته به یې مسخره کوله چې راشن خوري او خیمو کې اوسیږي. سردار داود او د هغه ټوله کورنۍ هم پنجابیان وو چې په بې رحمۍ سره یې و وژل؟موسی شفیق هم له پنجابه راغلی و؟ درې ميليونه وګړي هم پنجابیانو وو چې ويې ووژل؟ هغه په يوه ورځ يې ۲۴۰۰۰ هراتيان و وژل هغه هم پنجابیان وو؟ په يوه ورځ يې ۱۲۰۰ نفره کراله کې ژوندي ښخ کړل هغه څوک وو؟ د آصف شور په شمول په زرهاوو مسلکي منصبداران یې چې و وژل، هغه هم له پنجابه راغلي وو؟ خو بیا یې هم نه درسره مني وایي خلقیان که هر څنګه وو خو وطنپرست خلک وو.
دا حقیقت باید ومنو چې د مجاهدینو په صفونو کې داسې خلک وو چې ټانګونه یې کباړ کړل، طیارې او میزائل یې پر پاکستان خرڅ کړل، خو هغوی ته موږ مجاهدین نه شو ویلی، ځکه چې ډېر زر د دوی له نجسو څېرو پرده پورته شوه، په داخلي جنګو کې ښکېل شول، افغانان یې و وژل او کله چې ناټو یرغل وکړ، نو هغه ټول خلک چې د مجاهد په څېره کې ځائنان وو، د ناټو په غېږ کې کېناستل او اوسني دولت کې له پارلمانه ونیسه تر ولایتونو او ولسوالیو کې هر ځای کې په دولت کې کار کوي، د پخوانیو مجاهدینو په نوم له امریکایانو څخه معاش، موټر او نمرې اخلي. دلته به یې د اسلام په نوم خلک وژل او اوس یې لوڼه یې د دوبۍ په هوټلونو کې لوڅ سر ګرځي خلکو ته ډوډۍ او چای ورکوي.
پوښتنه دا ده چې که خلقیانو کودتا نه وی کړی دغو غلو ته به چا موقع ورکوله چې ټانګونه او طیاري کباړ کړي؟ یو ولسي پاڅون وو هر رنګ خلک پرې ورګډ شول او د ناټو یرغل سره دا خبر روښانه شوه چې څوک ریښتين مجاهدین وو او څوک غله وو؟ چې د مجاهد له نوم څخه یې استفاده وکړه.
اکثر خلک وایي نجیب د وطن لپاره قربان شو، ښه نو د ګلم جمو ملېشه چا جوړه کړله چې صرف د پښتنو دښمنان دي او تر اوسه یې دومره پښتانه و وژل چې شمېر یې معلوم نه دی. د نجیب خپلو اولادونو په هند کې ژوند کولو او د پردیو بچیانو ته به یې د وطن یا کفن درس وکولو، د افغانستان درې سوه کلنه اردو او ټول نظامي تجهیزات یې شمالي ټلوالې ته وروسپارل، هغوی بیا پښتانه ورباندې و وژل که پنجابیان؟ خپل ټول عسکر یې دوستم ته وسپارل، کله چې روس هم د پیپسې د بوتل په څېر استعمال کړ. هند هم ولید چې نور ایکسپاير شو، دوستم یې له هېواده د تېښتې لار ونیوله، نو هلته پر وطن مین شو او د ملل متحد په دفتر کې یې پناه واخیسته. د نجیب پلویان وایي که په خپله واکمنۍ کې نجیب خلک وژلي وو نو دا یې وظیفه وه چې د دولت مخالفین وځپي، نو طالبانو هم دغه وظيفه پر مخ یوړه او چې کابل ته ورسېدل، نجیب یې په دار کړ، له وطنه نشو قربان د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
د افغانستان تاریخ وګورئ د خلقیانو او پرچمیانو غوندې شرمېدلی تاریخ بل چا نه دی پریښی. او عجیبه خو دا ده چې اوسني وخت کې په زړونو کې خلقیان دي. که خلقي دې ورته و ویل، نو ښکنځل به درته کوي، ولې سړیه چې خلقي نه یې نو څوک یې؟ وايي ته پنجابی یې، له داسې شرمېدلي حال نه دي خدای موږ وساتي او د اوسني وخت کې چې کوم خلک د خلقیانو او پرچمیانو پر لار روان دي، د دوی له تاریخه دې عبرت واخلي، تل به ناټو او امریکا دلته نه وي، یو وخت به تاریخ بیا تکرار شي، اریانا څلور لارې هم پر ځای ده. ډاکټران هم په واکمنۍ کې دي او مرستیال یې هم دوستم دی.
هسې نه سبا ته تاسې ته هم څوک ډیموکرات و وایي، ښکنځل به ورته کوئ

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي