برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان د کرونا ويروس د خپرېدو اندېښنه

آریانانیوز: درسنیوراپورونود چين ووهان ښار کې د کرونا ويروس د خپرېدو له کبله تر اوسه پورې ۴۱ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ نه ډېر نور کسان تر ګواښ لاندې دي
چينايي چارواکي وايي، د دې ويروس نښې نښانې له تبې پيل کېږي چې ورسره وچ ټوخلی پيدا او له يوې اوونۍ وروسته نفس تنګي پيدا کېږي
روغتيايي کارپوهان وايي، په دې ويروس اخته کسان کی کولای شي له يو نه تر څلورو او يا پنځه کسانو ته دا ويروس ولېږدوي
د چین پلازمېنه پېکنګ کې چارواکيو ټول تفریحي پارکونه بند کړي او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره یې ۱۳ ښارونه قرنطین کړي دي
چينايي رسنيو د يادې ناروغۍ درملنې لپاره په شپږو ورځو کې د يوه ۱۰۰۰ بستريز روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی
د امريکا د روغتيا برخې کارپوهانو بيا ويلي چې د کرونا ويروس پر ضد واکسين به په ۳ مياشتو کې جوړ شي
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ياد ويروس ټايلنډ، وېتنام، سنګاپور، چاپان، جنوبي کوريا، ټايوان. نيپال، فرانسه، امريکا او اسټراليا کې هم ليدل شوی دی
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسوولانو هم هېواد کې دننه د دې ويروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او نړیوالې مرستې یې غوښتې دي ترڅو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو مخنيوی وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي