برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اختر کې دافغان عسکروتلل د طالبانو تر لاس لاندې ساحو ته

وروسته له هغه چې طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه لیکلې اعلامیه خپره کړه، ویاند يې وايي د دوی پر وړاندې د ټوپک شپېلۍ نیوونکي هم د اختر ورځو کې د دوی تر لاس لاندې ساحو ته تللی شي.



طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې ويلي، چېرته چې د دوی واک دی، د حکومت نظامي او غیر نظامي مامورین کولی شي د دوی تر لاس لاندې ساحو کې د خپلو خپلوانو کورنیو ته ور شي.
مجاهد وویل، دوی پخپله ټوله جګړه کې د اختر په مناسبت خپل تعرضي بریدونه توقف کړي، خو که بريد پرې وشي ځواب يې حق دی.
هغه وویل وړاندې تر دې يې هم اخترونو کې په نا اعلان شوې بڼه دغسې اقدامات کړي، خو د ځینو امنیتي ملوحظاتو له امله يې اعلان نه کاوه.
د هغه په وینا دوی خپلو سرتېرو ته امر کړی چې ورسره هغه زندانیان هم خوشي کړي، چې د دوی پر وړاندې د بیا نه درېدلو ژمنه کوي.
د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني ويلي، د روژې له اوویشتمې د اختر وروستیو ورځو پورې د دوی د ځواکونو له لوري هم اوربند دی، خو د طالب زندانیانو او د حکومت تر لاس لاندې د طالب سرتېرو د تګ راتګ اړوند يې څه نه دي ويلي.
مجاهد د امریکايي چارواکې لیزا کورتس د هغو څرګندونو په اړه چې له طالبانو سره خبرو کې ګډون کوي، وویل دا څرګندونې مشروطې یادې شوې او ښايي پایلې ونه لري.
طالب ویاند زیاته کړه امریکا ویلي چې د دې خبرو مشري به د کابل ادارې په غاړه وي، په داسې حال کې چې موږ له امریکا سره مخامخ خبرې کوو، ځکه جګړه مو له دوی سره ده.
په افغان ولس کې د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا د اوربند هرکلی شوی او هیله ښوودل کېږي چې دوام وکړي.

شریک یي کړئ!