برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د۲۱تنو نه واوښت

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی دی. طالبانو هم له حکومت سره د دغې ډلې په بندیانو کې د دې ویروس د خپریدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده
همدا رازد ورغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په هرات، بادغیس او لوګر ولایتونو کې د کرونا پنځه نوي پيښې ثبت شوي دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا (کووید-۱۹) د مثبتو پيښو شمیر ۲۱ ته ورسید چې له دې جملې څخه ۱۲ پيښې یې په هرات، ۳ په سمنګان، ۲ په لوګر او پاتې نور مثبت موارد یي په بلخ، بادغیس، کاپيسا او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوي دي
په ولایتونو کې تر اوسه پورې د کرونا ۲۶۳ مشکوکې پيښې ثبت شوي وې چې له دې ډلې ۲۱ یې مثبت او ۲۴۲ یې منفې وې. یوه بله مشکوکه پيښه د افغانستان په لابراتوارونو کې تر ارزونې لاندې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي