برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر ښوونځیو د بریدونو له زیاتوالي اندېښنه

آریانانیوز: یونسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په ۲۰۱۸ میلادی کال کې پر ښوونځیو ۱۹۸ بریدونه شوي په داسې حال کې چې ۲۰۱۷ میلادی کال کې پر ښوونځیو ۶۸ بریدونه شوي وو.



د یاد صندوق تازه راپور ښیې چې افغانستان کې پر ښوونځیو د بریدونو زیاتوالي یو نسل ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې کړې دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې تېر یو کال کې پر ښوونځیو کابو دوه سوه برېدونه شوي او همداراز د طالبانو او د داعش ډلې لخوا ګواښونه هم د سلګونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اجرایي رییسه، هنریتا فور پر ښوونځیو د بریدونو درې برابره کېدو په تړاو د اندېښنې له څرګندولو سره وايي افغانستان کې ښوونه او روزنه له اور سره مخامخ ده.
نوموړې زیاتوې:«پر ښوونځیو بې مانا بریدونه، وژل، ټپي کول او د ښوونکو تښتونه، د ښوونې او روزنې په اړه ګواښونه د یوه نسل ماشومانو هیلې له منځته وړي.»
ملګري ملتونه پر ښوونځیو د بریدونو زیاتوالي یو لامل له ښوونځیو د رایې ورکړې د مرکزونو په توګه کارونه هم بولي.
د یاد بنسټ په وینا افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۶۰سلنه یې نجونې دي له زده کړو بې برخې دي.
د راپور په یوه برخه کې همداراز راغلي دی چې افغانستان کې د داعش او طالبانو لخوا د ګواښونو له کبله له زرو ډېر ښوونځي په ټول افغانستان کې تړلي پاتې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي