برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر لاریونوالو ډزې به حکومت له ورته غبرګون سره مخ کړي

ارګ د جنبش د یو ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري په نیولو سره ځانته هغه لانجه پیدا کړه چې د واشنګټن ټایمز په وینا سرخوږی يې ورته پیدا کړی دی.



تازه د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي، که حکومت د دوی د پلویانو په لاریونوالو ډزې وکړې دوی به هم ورته ګام پورته کړي.
د دې دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند امریکا غږ ته ويلي، د دوی لاریونونه پراخ شوي او په دریو ولایتونو، فاریاب، جوزجان او سمنګان کې روان دي.
هغه ويلي حکومت د دوی پر وړاندې لا هم بې تفاوتي ښيي او دا د دې علت کېږي چې لاریونونه نور هم پراخ او توند شي.
دا لاریونونه چې نږدې اوونۍ ته رسېږي، څو ورځې وړاندې پرې په فاریاب کې امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، چې دوی يې په غبرګون کې ځینو پوځي نقلي وسایطو او د فاریاب ولایت مقام ودانۍ ته اور ورکړ.
امریکا غږ ته یو تن لاریونوال بشیر احمد یعقوبي وویل، تر څو چې لومړی مرستیال نه وي راغلی او قیصاري خوشي شوی نه وي د دوی لاریونونه به دوام ولري.
د دوستم پلویانو په سمنګان کې د کابل – کندهار پر لاره سربېره شمال کې د اقینې بندر هم تړلی دی.
د دوستم په ملاتړ د افغانستان د خلاصون ایتلاف؛ چې محقق، عطامحمد نور او دوستم يې غړې دي هم دا اعلان وکړ چې که قیصاري خوشي نشي دوی به شمال کې ټاکنې فلج کړي.
دې ایتلاف په تازه ناسته کې دا هم ویلي، چې دوستم باید خپل هېواد ته را وستل شي، د ایتلاف یو اړخ عطامحمد نور نن په مزار شریف کې جوړې کړې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د هغه ستونزه باید دلته حل شي.
عطامحمد نور که څه هم د چا نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل چې یو مشهور قاتل ته په کابل کې ځای او د دفتر میلیونونه ډالر لګښت ورکول کېږي، خو یو بل د «تروریستانو» ضد کس د اوباش په نوم زنداني کېږي.
محمد محقق وویل، دوستم نه د امنیت شورا له خوا نه هم د محاکمو د پرېکړې پر اساس تبعید شوی دی، بلکې د محمد اشرف غني شخصي نیت او د هغه ور چاپېره کړۍ هغه له وطنه ورک کړ.
هغه وویل: وړاندې تر دې مو ویل باید را شي، خو اوس يې راولو!

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي