برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر بایسکل دسولی پیغام رسوونکی ځوانان

آریانانیوز: له غزنی ولایته لسو ځوانانو پر بایسکل  د وسلې او امنیت دپیغام  د رسولو نومې سفر پیل کړی او دمیدان وردګو کابل او لغمان څخه وروسته دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته  رسیدلی دی . ددغو  ځوانانو مشر سمیع  ا….وایی له دغه سفره یی موخه چې پر بایسکل یی له غزنی ولایته تر ننګرهاره سلګونه کیلو میتره واټن وهلی، سولې ته د ځوان نسل هڅونه ،او   خلکوته  د سولې د اړتیا پیغام رسونه ده. هغه وایی افغانان تر بل هر وخت سولې  ته اړتیا ته لری او چې کله په هیواد کې سراسری سوله ټینګه شی نو دنورو رغاونیزو او بنسټیزو چارو تر سراوی ته به زمینه برابره شی . سمیع اله وایی په ننګرهار او نورو ولایتونوکې چې دوې ورته سفرونه کړی د خلکو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی  . هغه وویل د دوې دسولې له دې پیغامه د خلکو ملاتړ او هرکلی دا څرګندوې چې خلک ،سولې ته تږی دی  . نوموړی وایی تر دا مهاله یی له غزنی څخه دسولې  دپیغام رسولو په موخه دننګرهارمرکز جلال اباد ته پر بایسکل نږدی څلور سوه کیلومیتره واټن وهلی دی او هڅه یی داده چې دا پیغام دافغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوی  او که مرسته ورسره وشی ان له هیواده دباندې به دسولې  د ټینګښت په موخه دافغانانو پیغام نړۍ ته هم ورسوی
دننګرهار والی شاه محمود میاخیل ددغو ځوانانو سره په لیدنه کې دهغوې ددې اقدام ستاینه وکړه ویی ویل د سولی د ټینګښت لپاره تر ټولو مهمه خبره د خلکو د ذهنیتونو جوړول دی چې دنوموړی پر وینا چې دا ‌ډول سفرونه په دې برخه کې ښې پایلی درلودلای شی ننګرهار والی وویل له یو ولایت څخه بل او له یوی ولسوالۍ څخه بلی ته دخلکو سفرونه او لیده کاته د سولی د سولی د ټینګیدو لپاره په بستر جوړونه کی ډیره مرسته کوی
ټاکل شوی دا لس تنه ځوانان پر بایسکل د پیل کړی سفر په دوران کې له ننګرهار وروسته بامیانو اود افغانستان شمالی ولایت بلخ ته هم ولاړ شی.
تر دی وړاندی دسولی د ټیګیندا په موخه د دسولی ولسی حرګت تر نامه لاندی هلمندی ځوانانو هم دننګرهار مرکز جلا ل اباد او یو شمیر ولسوالیو ته پلی سفر کړی و چې ددې ځای د خلکو له خورا تاوده هرکلی سره مخ شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي