آریانانیوز: افغانستان تل د بهرنیو اوباشانو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی او په دغه سیالي کښي همېشه کورني مزدورانو د بهرنیو یرغلګرو مرسته او ملاتړ کړی دی. پر افغانستان یو وخت شورویانو د خلقیانو او پرچمیانو په مرسته یرغل وکړ، نور مي هغه د وحشت څخه ډکه زمانه نه ده یاد خو په کور او کلي کښي مشران کیسې کوي چي هغه وخت شورویانو د داخلي ملاتړو په مرسته هرڅه له منځه وړل، د انسانانو څخه رانیولي بیا تر حیوانانو پوري ټول یې وژل ځکه د افغانستان هر ژوندۍ شی دوی د ځان لپاره دښمن ګرځولی و.
په کندهار کښي زموږ سیمه او وطن د انګورو باغونه لري، سپین سري ادې کله ناکله کیسې راته کوي وایي سهار چي به کله سفیدې راوچاودلي نو موږ به تر رڼا کیدو مخکي ډوډۍ پخه کړه او تر لمانځه وروسته به د انګورو په باغونو کي په هغه نغمونو کي پټ سولو چي د ځان د حفاظت لپاره مو کښلي وه، کوچنیان به د نغم دباندي بازی کولو ته نه پریښودل ځکه چي کله به د شورویانو او ډاکتر نجیب د پلوټانو په سترګه سوه نو سیمه به یې ټوله بمباروله او هر ژوندی شی به یې په نښه کوی، بیا به ماښام ناوخته خپلو کورو ته راتللو.
د شورویانو تر وتلو وروسته د هغه تنظیمونو ترمنځ د واک پر سر سیالۍ پیل سوې چي کلونه کلونه د شورویانو سره جنګیدلي وه، په خپل منځي جګړو کښي هغه ناخوالي رامنځته سوې چي یوازي په پلازمېنه کابل کښي د ګلبدین حکمتیار او جمعیت ترمنځ جګړو کي شاوخوا ۴۵ زره بې ګناه افغانان ووژل سول او کابل په کنډواله بدل سو. پاټکسالاري، چور او چپاول، زنا او لواطت، د خلکو مځکي او مالونه غصبول هغه ناوړه کارونه وه چي په عادي ډول ترسره کېدل.
ددې ناخوالو د له منځه وړلو لپاره یو نوی ځوان قشر د (طالب) تر نامه لاندي راڅرګند سو، طالبان هغه سپيڅلي ځوانان وه چي نه په دوی کښي د فساد کوم څرک تر سترګو کیدی او نه یې هم د بل چا فساد زغملی سو، دوی سره راټول سوه او کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د سنګحصار د سیمي څخه یې د ملامحمدعمر مجاهد (رحمه الله) په مشری تحریک پیل کړ، د لویو لارو پر سر د پاټکونو څخه رانیولي تر خپل منځي جګړو پوري ټولي ناخوالي یې د افغانانو د سرونو څخه لیري کړې او یو اسلامي نظام یې رامنځته کړ، دا یو داسي نظام و چي په امن او عدالت کښي یې ډیر کم مثالونه تر سترګو کیږي.
په افغانستان کښي د امن فضا نه بهرنیو او نه هم هغه داخلي داړه مارانو ته د قبول وړ وه چي طالبانو د فساد ټولي لاري ورباندي وتړلي او دوی بهرنیو هیوادونو ته پر تېښته مجبوره سول، غربي کافرانو د اسلامي نظام د له منځه وړلو او داخلي داړه مارانو د جیبونو ډکولو او نفسي خواهشاتو ترلاسه کولو لپاره یوځل بیا دلته په هراړخیزه توګه د افغان وژلو لپاره هڅي پیل کړې.
د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتي پر ۷مه نېټه غربي وحشیانو د داخلي مزدورانو په ملاتړ یرغل پیل کړ، اسلامي نظام یې چپه کړ او په زرګونو افغانان یې په همهغه لومړیو میاشتو کښي ووژل، جنرال عبدالرشید دوستم تر لس زره زیات بندیان په کانتینرونو کښي په ډېر ظلم او ستم سره ووژل او ځیني نور بیا امریکايي وحشیانو تر ګوانتانامو او باګرام زندانونو پوري ورسول.
دا دی اوس د غربي وحشیانو د یرغل څخه ۱۷ کاله تیریږي، جګړه نه ده درېدلي بلکه لا نوره هم توده سوې ده، هر لوري ته بې ګناه افغانان بې دریغه وژل کیږي او د نړۍ هغه بمونه او جنګي الوتکي دلته د افغانانو د وژلو لپاره وکارول سوې چي قیمت یې میلیونونو ډالرو ته رسیږي، شپنۍ چاپي دوام لري او د یوې میاشتي په اوږدو کښي تر ۲۰۰۰ زیات ملکي افغانان وژل سوي دي او غرب لاهم د جګړې د دوام غوښتونکی دی.
په دې ۱۷ کلنه جګړه کښي په سلګونه زره افغانان ووژل سول او همدارنګه په زرګونو بهرني ځناور هم له منځه لاړل، د افغانستان څخه ژوندي تللي ډیر عسکر یې په رواني ناروغیو او یا هم نشیې توکو روږد سوي دي، ډیرو یې ځان وژني کړي او ډیرو نورو یې بیا پر خپلو اتباعو د ټوپکو خولي را اړولي او وژلي دي. دا هغه اوږده جګړه ده چي غربیانو هم خپل ځانونه او هم افغانان پکښي غرق کړل او اوس د وتلو لار نه ورته معلومیږي.