برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پرروغتونونود مصنوعي ساه اخیستنې د پنځه سوه ماشینونو ویشل

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر احمد جواد عثمانی په یوه خبری ناسته کې وویل دا پنځه سوه پایی د مصنوعي ساه اخیستنې ماشینونه په بهر کې د عامې روغتیا وزارت له بودجې اخیستل شوي دي
دعامی روغتیا وزیروویل د ویش په لومړۍ ورځ یی یو سلو شپږ پایی د پنجشیر ،کاپیبسا،پروان،لوګر،میدان وردګ،بامیان،دایکندي اوغزني ولایتونو ته ورکړل.
هغه دمصنوعي شاه اخیستنې دماشینونو ویش پر کرونا ویروس د اخته سختو ناروغانو په درملنه کې د اسانتیا رامنځته کولو پر لور یو مثبت ګام وباله زیاته یی کړه د هر ولایت لپاره ددغه ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه روغتیا پالان روزل شوي او همدارنګه دتخنیکي ستونزو د حل په موخه یی هم درې تنه دترکیی په هیواد کې روزنه تر لاسه کړې او دا مهال پر دنده ګومارل شویدي.
دعامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني دروغتیا په سکتور کې د فساد پر خلاف د مبارزې ډاډ ورکړ ویی ویل دفساد څ مورده یی له لوې څارنوالۍ سره شریک کړي او دا مهال پرې د یادې ادارې لخوا پلټنې رواني دې.
نومړې داسی داسی مهال په روغتیا یی سکتور کې د فساد د مخنیوي په اړه خبرې کوې چې څه موده وړاندې په کابل کې یوې نا دولتې خبري اژانس دروغتیا په سکتور کې د درغلیواو دمصنوعي ساه اخیستنې د دوه دیرش پایی ماشینونو دپلور راپور خپور کړ چې دغه راپور په کور دننه او دباندې خورا تند غبرګونونه راوپارول .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ددغه راپور تر خپراوي وروسته دموضوع د څیړنې په موخه یو پلاوی وګوماره خو دیا پلاوي د څیړنې پایلې تر اوسه ندې ډاګیزه شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي