برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو کارت موده تمدید شوه

د پاکستان د حکومت کابینې د افغان کډوالو د اوسیدو د کارتونو موده د یو بل کال لپاره وغځوله.


د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې اعلان وکړ چې فدرالي کابینې د ۱.۴۵ میلیونه افغان کډوالو د “پي او آر” کارتونو موده د یوه کال لپاره تمدید کړه.

د دغه راپور له مخې، د افغان کډوالو پي او آر کارتونه به د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې د اعتبار وړ وي.

“پي او آر” کارتونه د هویت یو مهم سند دی چې راجستر شوي افغان کډوالو ته صادریږي.

د دې کارتونه سربېره ۸۰۰ زره نور کسان هم د «افغاني تابعیت» کارت لري.

 

 

شریک یي کړئ!