برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پاکستان له طالبانو د همکارۍ غوښتنه وکړه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دغه هیواد کې د وروستیو ناامنیو او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د پنځو چینایي انجینرانو د وژل کیدو په برخه کې د دغې ډلې د رول له امله له طالبانو غوښتي دي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي اسلام آباد ته وسپاري.


نقوي زیاته کړه چې موږ له طالبانو څخه غواړو چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نورعلي محسود په ګډون نور مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې ټینګې شي.

هغه وويل، پاکستان په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې او له هغوى يې غوښتي، چې د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

هغه وويل، په بشام کې پر چينايي اتباعو د بريد تر شا د تحريک طالبان پاکستان لاس و او دغه کسان نيول شوي دي.

د نقوي په وینا، “ترهګر” د طالبانو له کمزورۍ ګټه پورته کوي او له پولې هاخوا د پاکستان امنیت ته ګواښونه رامنځته کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: د پولې پورې غاړې تهدیدونه په زیاتیدونکي توګه زموږ ملي امنیت پیچلی کوي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په مارچ مياشت کې هم د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې د يوه موټر بم چاودنې له امله د پنځو چينايي اتباعو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

طالبانو دغه برید غندلی او دا یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه بللې ده.

شریک یي کړئ!