برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پاکستان: افغانستان د ترهګرۍ سرچینه ده

د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ سرچینه ده.


یوه ورځ وروسته له هغې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایان ووژل شول، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر د ایکس پر پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي دي چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو له پټنځایونو خبر دي، خو له دې سره سره بیا هم ترهګر د دغه هیواد له خاورې څخه د پاکستان پر ضد په ازاده توګه عملیات کوي.

د يادونې ده، چې پاکستان څو ورځې وړاندې په خوست او پکتيا ولايتونو کې پر اهدافو هوايي بريدونه کړي وو.

 

شریک یي کړئ!