آریانانیوز: د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي.
د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي دي.
هغه وايي ستونزې ورته ځايي طالبانو جوړې کړې دي، خو د سیمې د قومي مخورو او د زده کوونکو د والدینو په وسیله يې ورسره خبرې روانې دي چې ژر به ستونزه حل شي.
طالبانو پرلپسې د پوهنې په برخه کې خنډ اچونه بشپړه رد کړې، خو د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایی چې ستونزې ورته طالبانو جوړې کړې دي.