برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ټرمپ: له افغانستانه وتل د امریکا په تاریخ تر ټولو شرمونکې ورځ وه

ټرمپ اعلان وکړ چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي او له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه.


د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د امریکا له اوسني ولسمشر جوبایډن سره یې په ټاکنیزو مناظرو کې خبرې کولې، وویل چې د بایډن له خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه.

د ټرمپ په وینا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو نامناسب وتلو ولادیمیر پوتین دې ته وهڅاوه چې پر اوکراین برید وکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې جوبایډن باید هغه جنرالان له دندو ګوښه کړی وای چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې لاس درلود.

هغه وویل چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې دي.

د یادونې ده چې امریکا په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتله.

شریک یي کړئ!