برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټاکنې دویم پړاو ته ځي

آریانانیوز: د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «ټیفا» وايي، لومړی پړاو ټاکنې هيڅ ګټونګی نه لري؛ نو ځکه ښايي ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي
سپوټنیک خبري اژانس د ټیفا د ویاند «زبیر حبیب زاده» له قوله لیکي، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هیڅ نوماند نه دی توانېدلی، د بریا لپاره اړینې رایې خپلې کړې؛ نو ځکه ډېره شونې ده ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شې
زبیر زیاتوي، موږ څېړنې ښيي، چې اول پړاو ټاکنې پای ته نه رسېږي او دوهم پړاو ته تلونکې دي
بل لور ته بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رییس «حبیب الرحمن ننګ» وايي، باوري نه دی چې ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې شي یا نه؛ خو په خبره یې، دوی به د رایو د بشپړو شمېرلو لپاره خپله هڅه کوي
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د تلې د میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو پیکه او له ګڼې ګوڼې تشې ټاکنې وې، چې د رسمي شمېرو له مخې ۲.۶ میلیونه کسانو پکې برخه اخستې وه
تر دې دمه د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکي»، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» او د حکمتیار په مشرۍ د «سولې او اسلامي عدالت» ټاکنیزو ټیمونو په دې ټاکنو کې د خپلې بریا اعلان کړی.

شریک یي کړئ!