برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي جرګې حکومت د «بېهوښۍ» په حالت

آریانانیور: ولسي جرګه وايي حکومت د «بېهوښۍ» حال کې دی او که په هوښ رانه شي وضعیت به تر دې هم خراب شي.



د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په نننۍ ناسته کې وویل پر کابل ښار د پرلپسې اوو راکټونو توغول دا په ډاګه کوي چې حکومت په «خود» نه دی.
دوی په ولایتونو کې د پوځي مرکزونو او ځينو ولسوالیو د سقوط تر څنګ په کابل ښار کې د امنیتي وضعیت ترینګوالی یو بل د اندېښنې عامل یاد کړ.
تېره ورځ د ښار لویدیځه څنډه کې د پولیسو اکاډمۍ ته شاوخوا ۷ توغول شوي راکټ ولګېدل، چې امنیتي مسؤلینو یوازې د دریو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د جرګې مشر وړاندې وویل چې حکومتي مشران له نظامي مسؤلینو سره همغږي نه لري او دا ناسمه حکومتولي د نا امنۍ یوازینی علت دی.
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د غزني په قره باغ او ګیلان کې د اربکیانو د مهمو مرکزونو، په پکتیکا کې د اومنې او ګیان ولسوالیو د پاتې څو پوستو د سقوط او زابل کې د اتغر ولسوالۍ د نیولو تازه راپورونه ورکړي دي.

شریک یي کړئ!