برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي جرګې ته دځینوسواګرانو په لار موندلوکی هڅی

د چارو کارپوهان وايي چې يو شمېر سوداګر غواړي چې له خپلو مالي امکاناتو په ګټه اخيستلو سره پارلماني خونديتوب، د سوداګرۍ پراختيا، خپل ځان او پانګې د ساتنې لپاره ولسي جرګې ته لار ومومي.


ځيني سوداګر چې د نوماندۍ هوډ لري، خپله هم مني چې د سوداګرو د ټولنو له لوري ځانونه ولسي جرګې ته کانديدوي، څو له دې لارې خلکو ته د خدمت تر څنګ خپل ځانونه او پانګې هم وساتي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د تلې مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لومړۍ پړاو يې د وري په ٢٥مه پيل شوي او د غويي تر ٢٢مې به د ولايتونو په مرکزونو کې دوام ولري. دويم پړاو د غويي له ٢٥مې د غبرګولي تر اوومې نېټې په ولسواليو او وروستى پړاو د غبرګولي له اوومې تر ٢٢مې نېټې پورې په لرو پرتو کليو کې ترسره کېږي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې به د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې لړۍ د غبرګولي مياشتې په ٥مه نېټه پيل شي.
د یوراپور له مخې چې پرون خپور شو، د ولسي جرګې د ٧٨ سلنه اوسنيو او درېيو پخوانيو غړو په ګډون ٩٤ تنو ويلي چې هوډ لري د ولسي جرګې راتلونکي دورې ته له کابل څخه ځانونه نوماند کړي.

له دې کسانو يې ٦٤ هغه کسان دي چې د لومړي ځل لپاره ځان کانديدوي، د يادو ٦٤ تنو له ډلې يې ٤٢ تنه سوداګر او پاتې دولتي کارکوونکي، د سياسي ګوندونو ارشد غړي او د نا دولتي موسساتو کار کوونکي دي.
ولسي جرګه د سوداګرو لپاره خوندي ځاى
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون وويل چې سوداګري ولسي جرګې ته د شتمۍ ټولولو او خونديتوب د ځاى په سترګه ګوري او هڅه کوي چې خپل ځانونه ور ورسوي.
سيحون زياته کړه چې سوداګر په دې سبب چې اوس رايې پلورل کېږي، کولاى شي چې په خپلو پيسو ولسي جرګې ته لار پيدا کړي او د ولسي جرګې غړيتوب ته نوماند شي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال هم د ولسي جرګې اکثره غړي په يوه ډول ستر سوداګريز کاروبارونه لري او نور سوداګر هم لېوال دي چې د ولسي جرګې څوکۍ نه په استفادې سره خپله سوداګرۍ پراخې کړي.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر او د حقوقو او سياسي علومو استاد شريفي بلخابي هم وويل: ((ځيني سوداګر د خپل ځان او پانګې د ساتنې لپاره د رايې پلورنې د بد فرهنګ له لارې چې په دې وروستيو کې رايې پر پلو چلو پلورل کېږي او لياقت پام کې نه نيسي، غواړي چې ولسي جرګې ته ننوځي.))
د هغه په خبره، خلک بايد خپله رايه ونه پلوري؛ ځکه چې تجربو ثابته کړې چې اکثره سوداګر چې اوسمهال په ملي شورا کې دي، دايمي ناسوب دي او تر ډېره په خپله سوداګرۍ بوخت وي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو بل استازي قيس حسن پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل چې د جرګې ځيني غړي تر ډېره پورې د خپلو شرکتونو لپاره د پروژو په ترلاسه کولو بوخت دي.
د هغه په خبره، سوداګر د پروژو د ترلاسه کولو او خپلو پانګو د خونديتوب لپاره ولسي جرګې ته ځان کانديدوي.
د نوموړي په خبره، هغه سوداګر چې په تېرو ١٧ کلونو کې يې ځان او پانګه خوندي نه وو، هڅه کوي چې د ساتنې لپاره يې ولسي جرګې ته ننوځي او له پارلماني خونديتوب څخه برخمن شي.
د هېواد اساسي قانون پر بنسټ، د ملي شورا هېڅ کوم غړى د دندې ترسره کولو پر مهال د هېڅ ډول نظر يا رايې ورکولو په سبب له عدلي او قضايي تعقيب سره نه مخ کېږي او که چېرې پر کوم جرم تورن او عدلي تعقيب ته اړتيا پېښه شي، مسوول مامورمکلف دى چې موضوع بې له ځنډه د اړوندې جرګې(ولسي جرګه يا مشرانو جرګه) سره شريکه کړي او تصويب يې واخلي.
په ولسي جرګه کې د استازو لرلو لپاره د سوداګرو هڅې
له کابله د ولسي جرګې احتمالي نوماند او سوداګر حاجي جلال الدين صالحي هم وويل چې اکثره سوداګر د پارلماني خونديتوب ترلاسه کولو او خپلو پانګو د ساتنې لپاره غواړي چې ځانونه د ولسي جرګې غړيتوب ته نوماند کړي.
د هغه په خبره، په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوس ګڼ شمېر سوداګر د خپلو پانګو د ساتنې لپاره يو ځاى کېږي، څو يو تن د ولسي جرګې غړيتوب ته نوماند کړي، څو د دوى استازولي وکړلى شي.
صالحي زياته کړه چې هغه هم د لسګونو نورو سوداګرو په استازولۍ ځان کانديدوي.
د نوموړي په خبره، سوداګر د پيسو د ترلاسه کولو لپاره جرګې ته نه درېږي؛ ځکه چې پيسو ته اړ نه دي، خو غواړي چې له دې لارې خونديتوب ولري.
حاجي مولا محمد پيمان هم سوداګر او له کابل څخه احتمالي نوماند چې په خبره يې د ده او نورو سوداګرو ملکيتونه د زورواکو له لوري غصب شوي او لسګونه نور سوداګر د امنيتي ستونزو په سبب اړ شوي چې خپلې پانګې له هېواده وباسي.
هغه وويل چې خلکو ته د خدمت، خپلو او نورو سوداګرو د پانګو خونديتوب په موخه ځان کانديدوي؛ ځکه چې په خبره يې سوداګر په تېرو ١٧ کلونو کې د خپل ځان او پانګو د امنيت تامين په چاره کې له ستونزو سره مخ وو.
خو له کابل څخه ولسي جرګې ته يوه احتمالي نوماند او سودګر حاجي خان محمد وردګ وويل چې د شخصي خونديتوب په موخه يې د نوماندۍ تصميم نه دى نيولى.
هغه وويل چې د خلکو په غوښتنه، خلکو ته د خدمت او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ځان کانديدوي.
نوموړي زياته کړه چې سوداګر کولاى شي په ولسي جرګه کې داسې قانون تصويب کړي چې د هېواد د اقتصادي ودې سبب شي او د اقتصادي پروګرامونو د تصويب له لارې يې ملاتړ وکړ.
هغه زياته کړه: ((که چېرې پانګه وال پارلمان ته لار ومومي، هېڅکله به هم معامله ونه کړي، د خلکو په امانت(رايه) به د پيسو په بدل کې معامله ونه کړي.))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي