برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسمشریزو ټاکنو ته د زلمي رسول نوم لیکنه

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر زلمي رسول د مرغومي ۲۵له غرمې مخکې د خپل لومړي مرستیال عبدالجبار تقوا او دوه یم مرستیال خان محمد وحدت پر ملتیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه.


د ولسمشرۍ دغه نوماند له ټاکنو خپلواک کمیسیون وغوښتل، چې د خلکو له رایو سره باید (خیانت) ونشي.
هغه ژمنه وکړه، چې د تعصب او نابرابرۍ پر وړاندې هڅې کوم او د سولې، امنیت او ولسواکۍ لپاره به خپله مبارزه روانه ساتم.
هغه ټاکنیز قوانین ډاډمن وګڼل او د رڼو ټاکنو په اړه یې څرګنده کړه، چې مونږ د افغانستان د قوانینو له مخې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره ځانونه نوماند کوو. دا بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون دنده ده، چې د خلکو له رایو سره خیانت ونشي. که په دې اړه د ټاکنو کمیسیون خپله دنده پوره تر سره نکړه بیا؛ نو مونږ حق لرو، چې د خپلو خلکو د رایو ساتنه وکړو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، چې ښاغلی اتمر او بیا فرامرز تمنا به هم سبا ته له خپلو مرستیالانو سره د ټاکنو کمیسیون ته ورځي او په رسمې بڼه به نوملیکنه تر سره کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې لپاره یوازې څلور ورځې پاتې دي. د روان کال د مرغومي له لومړۍ تر دې دمه، چې د مرغومي ۲۵ ده یوازې ۵ کسانو نوملیکنه کړې ده.
ښاغلي ذبیح الله سادات زیاته کړې، چې د نوملیکنې بهیر نور نه غزیږي. له نوماندانو مو غوښتنه داده، چې دغې ملي بهیر ته درناوی وکړي.
زلمی رسول په ۱۳۹۳ کال کې هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې او هغه مهال یې د افغانستان د قوانینو له مخې له بهرنیو چارو وزارت څخه استعفا کړې وه.
له ده مخکې یادو ټاکنو ته عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي او عنایت الله حفیظ نوملیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي