برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ولادیمیر ترابرین: په افغانستان کې د مخدره موادو تولید ۴۰ برابره زیات شوی دی

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نويو ګواښونو او ننګونو د څانګې مشر وويل: په افغانستان کې د مخدره موادو د توليد کچه د ٢٠٠١ کال په پرتله نږدې څلوېښت برابره زياته شوې ده.


ولادیمیر تارابرین د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ګواښونو او نویو ننګونو د څانګې مشر په داسې حال کښې چې له ملګرو ملتو وغوښتل چې په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په لړ کښې د سیمې د هیوادونو ملاتړ وکړی، اعلان وکړ، دغه هیواد د میتامفیتامین تولید لپاره ترټولو لوی لابراتوار ګرځیدلی، او د بدیل کښت امکان ناشونی ښکاري.

د ولادیمیر ترابرین په وینا، افغانستان په سختو شرایطو کې د مخدره توکو کښت د دې هیواد د خلکو لپاره تقریبا د عاید یوازینۍ سرچینه پاتې ده او وچکالۍ او د سرې د نشتوالي په پام کې نیولو سره، د مخدره توکو کښت د نورو قانوني کرنیزو محصولاتو سره د بدلولو امکان مایوسونکی ښکاري.

افغانستان دا مهال د امریکايي پوځیانو او د هغه د متحدینو د شل کلن اشغال له امله له بشري، اقتصادي او خوراکي بحران سره مخ دی او دا مهال تر بندیزونو لاندې دی.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان خلک د بې وزلۍ، لوږې او ناروغۍ په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې بشري ناورین ته له پام پرته پر دغه هیواد سخت بندیزونه لګولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي