برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وزیر وانګ – د افغانانو په مالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ.

حمد الله محب

آریانانیوز: د چین خارجه وزیر وانګ ئی بیګا په بیجینګ کې د افغانستان دملی امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په کتنې کې په افغانستان کې د سولې له خبرواترو په ملاتړ سره وئیلی دی ، په دغه هیواد کې دامنیت اوسولې تامینیدا له طالبانو ډلې سره د افغانستان دحکومت له نیغ په نیغه خبرواترو پرته هیڅ امکان نه لری.
د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی.
دافغانستان دملی امنیت سلاکار هم په دغې کتنې کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دچین دملګرتیاؤ قدرونه وکړه او دسمیې په سولې اوامنیت تامینولو کې ئې د دغه هیواد رول ډیر مهم اورغنده وبالۀ.
دواړو لورو د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا اوپیاوړتیا هم ټینګار وکړ.نځ دسولې خبرې دوخت ضرورت دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي