برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 16 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

واحد فقیري: اشغالګرو هیواد له بحرانونو سره مخ کړ

آریانانیوز: امریکا مېشتی افغان سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي اشغالګرو افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی.


هغه وايي افغانستان د امریکا له خوا اشغال دی، د دې اشغال پر وړاندې پر مبارزه بوخت دی او نور هم هڅوي.
هغه له افغان وطن، ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، افغانانو ته سپارښتنه کوي، چې د امریکايي اشغال پر ضد سالم موقف غوره کړي.
«زه په افغانستان کي د امریکا پوځي حضور ته د اشغال په سترګه ګورم، او د دې اشغال د ختمولو لپاره مبارزه کوم، لیکني کوم، او نورو افغانانو ته هم سپارښت کوم چي د امریکايي اشغال پر ضد سالم موقف غوره کړي.»
فقيري چې خواله رسنیو کې د کره معلوماتو پر خپرولو ډېر پلویان لري، په امریکا کې په سیاسي علومو کې ماسټرې کړې او همالته ژوند کوي.
هغه وايي افغانستان په نږدې څلوېښتو کلونو کې د دوو سترو قوتونو له خوا اشغال شو، چې همدې اشغالګرو ورته سخت زیانونه ورسول.
«دا ښايي په تاریخ کي لومړی ځل وي چي د درېېمي نړۍ یو غریب هیواد په ۴۰ کالو کې دوه کرته د دوو سترو طاقتونو له طرفه اشغال کېږي. همدې دوو اشغالونو د افغانستان سیاسي، اجتماعي، او اقتصادي جوړښت ته سخت زیانونه ورسول، او افغانستان ئې د حیاتي بحرانونو سره مخامخ کړ.»
امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې څو ورځې وورسته يې پوره اوولس کلونه پوره کېږي.
امریکا د خپلې کړې دعوې له مخې په اوولسو کلونو کې د نهو عمومي قومندانانو په بدلولو را بدلولو نه ده توانېدلې، د بریا غږ وکړي.
په هېواد کې دننه په قلمي او علمي مبارزه کې د اشغال او د اشغال د ملګرو ضد هڅې د حکومت له لوري جرم بلل کېږي او څو د ګوتو په شمېر کسان ښکاره مبارزه پر مخ وړي، ځکه خو له هېواده بهر علمي څېرو ته ډېرې سترګې ور اوړي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه