برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
د شخصیتونو سره د تماس کمیسیون ویلي دي چې د دغه کمیسیون د فعالیت له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۹۵۰ تنه هیواد ته راستانه شوي دي.
د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق هم ډاډ ورکړ چې د دغه کمېسیون له لارې ټولو هېواد ته راستانه شویو کسانو ته د معافیت کارتونه وېشل شوي او کولای شي په بشپړ امنیت کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
وثيق وويل: تر اوسه پورې ٩٥٢ تنه د تماس د کميسيون له لارې هېواد ته راستانه شوي او له خپلو دوستانو او خپلوانو سره په ارامه ژوند تېروي چې له دې جملې څخه ٩٠ تنه هغه کسان دي چې له هېواده نه وو وتلي، خو په تېر حکومت کې یې دندې درلودې او په ولسي جرګه او شوراګانو کې یې استازي وو.