برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هیوادوالو د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي

د ملي شورا دواړه جرګې وايي چې په ولایاتو کې د خلک د نوم لیکنې لپاره زړه نه ښه کوي.


د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وايي پر دې سربېره د ټاکنو د کمیسیون او د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې تر منځ نه همغږي او نا امني هم لوی خنډونه دي.
هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پورته څرګندونو تر څنګ زیاته کړه : «زه فکر نه کوم چې په هغو ولایتونو کې چې امنیتي ستونزې موجودې دي، خلک د تذکرو اخیستو او نوم لیکنې ته زړه ښه کړي.»
د مشرانو جرګې غړي هم ورته اندېښنې لري او د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د دوی د اندېښنو ځواب دې ووایي.
که څه هم افغانانو د تېرو ټاکنو ترخه تجربه هم څکلې ده، خو لا هم ځينې شنونکي او ټاکنیزې پروسې اړوند بنسټونه دعوه کوي چې عامه پوهاوی کم دی.
د فیفا یا د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسې اړوند عامه پوهاوی نه دی شوی.
د ملي شورا جرګې وايي چې خلک د نوم لیکنې بهیر ته هغسې نه دي ورمات، لکه دوی چې يې فکر کړی و.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې يې د نوم لیکنې لپاره ۱۴۱۹ مرکزونه پرانیستي، چې تېره شنبه يې رسمي پرانیسته وشوه.
د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له ناندریزو پایلو وروسته ولس پر ټاکنیزې پروسې باور له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي