برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هره ورځ د ۱۰۰۰ افغان کډوالو د جبري ایستلو اعلان کړی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان هره ورځ تر زرو ډېر افغان کډوال په زوره اخراجوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو دوو ورځو کې سلګونه کسان له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.
د شمېرو له مخې تر ۵۰۰ زره ډېر کسان له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو نيولو او جبري شړلو ډېر کورني او نړيوال غبرګونونه راپارولي دي.