برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

هراړخیز حکومت

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی ډاکټرعبدالله عبدالله چې ځان ولسمشر ګڼي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،که په هیواد کې د غږمله یا ملی حکومت پلان ونه منل شي،نو خپله کابینه به معرفي کړي
ډاکټر عبدالله عبدالله چې دهیواد د سیاسی مخه ورو شخصیتونو په غوښتنې پسې ئې یوه سیاسی تفاهم ته درسیدو لپاره له ولسمشر اشرف غني سره د خبرواترو نیټه تمدید کړې وه خبرداری ورکړی،که د هراړخیز حکومت پلان ونه منل شي ، نو د شنبې ورځې به د هراړخیز حکومت فرمان صادر کړي
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې د ټيم یوه مسئول مقام فضل احمد معنوي هم وئيلي ، تر دې دمه له اشرف غني سره په خبرواترو کې هیڅ ډول موافقه یا پرمختګ نه دی شوی او دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي
هغه زیاته کړې کودتا او درغلي په ماتې محکوم دي ، قدرت او اعتبار له ولس لره دي او انحصار ، یو اړخیزتوب او تمرکز به پاي ته ورسیږي
دا نتخاباتو د دوو مخکښو لورو د ډله ایز حکومت د جوړولو لپاره د عبدالله عبدالله دپلان په اساس باید هراړخیز حکومت جوړ شي او یو ټیم دې د افغانستان په راتلونکي سیاسی جوړښت کې د ولسمشر په توګه او بل ټیم دې هم د لومړي وزیر په توګه کار وکړي .
په دغه پلان کې چې رسندویو هم خپورکړی دی،راغلي دي ، ولسمشر باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري ،البته لومړی وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري
له دې مخکې اشرف غني هم د سیاسی خبرواترو لپاره د سمې فضا د رامینځةکولو لپاره د حکومتي کابینې او د چارواکو د ټاکلو بهیر درولی ؤ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي