برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

هبت الله اخندزاده: موږ د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو ظلمونه غندو

آریانانیوز: هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو جنایتونه غندلي او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.


د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر پاڼه کې خپور شوی، د فلسطین مسلې ته په اشارې سره ویلي: موږ د فلسطین پر ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو د اسرائیلو ظلمونه غندو او له نورو هېوادونو هم غواړو چې د دغه ستر جنایت په مخنیوي کې خپله دنده ترسره کړي.

هبت الله اخندزاده د سوډان له خلکو او حکومت څخه وغوښتل چې د اختلافاتو او کورنیو جګړو څخه ډډه وکړي او د یووالي، امنیت او ورورولۍ لپاره کار وکړي.

هبت الله اخندزاده هم په دغه پیغام کې ویلي چې د۲۰ کلن اشغال منفي اغیزې په افغانستان کې د ښځو پر حجاب اغېز کړی دی. او زموږ په حکومت کې د جبري ودونو او نورو دودیزو ظلمونو څخه د ښځو د ژغورلو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

هبت الله اخندزاده نړیواله ټولنه مخاطبه کړه او ویې ویل، طالبان له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دي.

نوموړي خلکو ته د لوى اختر د مبارکۍ ترڅنګ د اختر په ورځو کې د امنيت پر ټينګښت ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي