برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نږدې دوه ميليونه افغانان وچکالۍ ځپلي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ويلي دي چې په افغانستان کې نږدې دوه ميليونه افغانان د وچکالۍ له امله بې ځايه شوي دي.


د اوچا په يوه تازه راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان ۲،۲ ميليونه خلک د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي چې بيړنیو مرستو ته اړتيا لري.
راپور کې راغلي دي چې د افغانستان ختيځې سيمې د نورو په نسبت ډېرې ځپل شوي دي خو د بادغيس ولايت قلعه نو په سيمه کې ۱۲۰۰۰۰ خلک د وچکالۍ له امله بې ځايه شوي دي.
د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي چې دوی په پلان کې لري چې د راتلونکي اکتوبر په مياشت کې ۱،۴ میليونه خلکو ته بشري مرستي ورسوي، خو په افغانستان کې يې د مرستو رسونې ادارو ټيټ ظرفيت د انديښنې وړ وباله او زياتوي چې د افغانستان د بشري مرستو ادارې په سمه توګه نه شي کولای چې اغيزمنو سيمو کې بشري مرستې ورسوي.
په راپور کې د نورو سيمو په نسبت د افغانستان ختيځې سيمې ډېر اغيزمنې ښودل شوي دي چې د راپور په وينا په ختيځ کې ۲۵۰۰۰۰ خلک د وچکالۍ له امله اغيزمن شوي دي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.
د يادونې وړ ده چې دغې ادارې تر دې وړاندې هم ويلي وو چې په افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه کرنيزه ځمکه د ورښتونو د نه کېدو او وچکالۍ له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ ده.
دغه راپور په داسې حال کې خپريږي چې سږ کال په افغانستان کې د کوهيانو اوبه هم د ځمکې لاندې برخې ته ښکته شوې دي او په ډېرو برخو کې کوهيان وچ شوي دي.
د جغرافيې او ځمکپوهانو په وينا په نړۍ کې د اوبو د کمبوت او وچکالۍ له امله به په راتلونکې کې ډيری هيوادونه له يو بل سره د اوبو په سر په شخړو او جنجالونو اخته شي.

شریک یي کړئ!