برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

نږدې درې زره ټاکنیزو محلونو رایې بیا ځلې شمېرل

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس دټاکنیزو شکایتونود کمېسیون چارواکي وايي، د ۲۹۲۸ ټاکنیزو محلونو رایې بیاځلې شمېرلو ته اړتیا لري
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند «قاسم الیاسي» وايي، د ټاکنو کمېسیون ورته ویلي، چې دوی د هوا د خرابولي، نه امنیت او د کارکوونکو د کمبود له امله نشي کولای ټولو ولایتونو ته په یوو وخت کې لاسرسی ولري او اړ دي، د یوه، یوه ولایت ټاکنیز محلونه تر غور لاندې ونیسي او هلته ولاړ شي، طبیعي ده چې وخت اخستونکې پروسه ده
د الیاسي په خبره، په ننګرهار کې ۱۵۸۰، کونړ کې ۲۴۸، پکتیا کې ۳۶۸، نیمروز کې ۱۷۷ او هلمند ولایت کې ۱۵۰ ټاکنیزمحلونه د رایې بیا شمېرلو ته په نښه شوي
په ورته وخت کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ډلې مسئولین وايي، بیا شمېرنه غیر قانوني ده او دوی یې په اړه په ځینو ولایتونو کې د استناف غوښتنه کړې
د ټاکنو کمېسیون له لوري د لومړیو پرېکړو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نږدې ۱۶ زره شکایتونه رسېدلي، چې تر ټولو ډېره برخه یې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ورپسې د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» کړي وو.د کمېسیون د مسئولینو په خبره، زیاته برخه شکایتونه جدي دي او په پایلو کې بدلون راوستلای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي