برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ننګرهار کې د سيمه ييزو تلويزيونونو بندول

طالبانو په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه ییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو فعالیت ځنډولی دی.


د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فریکونسي مالیې د نه ورکړې له امله په ننګرهار کې د ۱۷ راډیوګانو او ټلویزیونونو فعالیت ځنډولی دی.

دغه مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د پخوانۍ مالیې د نه ورکولو تر وخته به د فعالیت اجازه ورنکړي.

د افغان خبريالانو د مرکز د اعلاميې له مخې، د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) چې د طالبانو د مخابراتو وزارت تر مديريت لاندې ده، د دغو رسنيو د فعاليت د ځنډولو تصميم په ليکلي او لفظي ډول د هغوى خاوندانو ته رسول شوى دى.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي