برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نجیب الله کابلي د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه سوداګر د اختطاف په تړاو ونیول شو

نجیب کابلي د انسان تښتونېپوليسو د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلی چې د لومړۍ محکمې له خوا پر يو کال تنفيذي بند محکوم شوی، نيولی دی.


د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت الله ستانکزي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې نجيب الله کابلی پرون د يوې قضيې په تړاو نيول شوی دی.
هغه زياته کړه چې د يادې قضيې په اړه جزئيات بايد محکمه وړاندې کړي.
نجيب الله کابلی چې اوس د پوليسو په بند کې دی، پژواک خبري اژانس ته په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې نوموړی د لومړۍ محکمې له خوا د هغې حقوقي دعوې په تړاو پر يو کال تنفيذي بند محکوم کړی شوی چې له ځينو کسانو سره يې له يو کال را په دېخوا لري.
کابلي په داسې حال کې چې د مقابل لوري نوم يې وانه خيست زياته کړه، سره له دې چې ځينو کسانو يې پر کور، د دعوا د هغه لور په اشاره بريد کړی، مقابل لوري ناسم اسناد وړاندې کړي او ادعا يې کړې چې ده (کابلي) يو څوک ګواښلي او ټپي کړي دي.
نوموړي د مقابل لوري نوم وا نه خيسيت، زياته يې کړه: “د دعوا مقابل لوری، په بشپړه توګه غلط و او اسناد يې دقيق نه وو، خو دا چې باداران يې په سر کې ځای لري، پرېکړه د دوی په ګټه شوې.” په تور ونیول شو

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي