برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مولانا عبدالحمید د ایران د اهل السنة مشر د کندز حملې په سختو ټکی غندل

په ایران کې د سني مسلمانانو د ټولنې مشر او مشهور عالم مولانا عبدالحمید د کندز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د مدرسې بمبار په سختو ټکی غندلی دی.



مولانا عبدالحمید چې په زاهدان کې یې یوې لویې غونډې ته وینا کوله وویل: د افغانستان په کندز کې په مدرسه بمبار بزدلانه او نفرت خپروونکې حمله وه، دې جنایت د ټولې دنیا د مسلمانانو تالو تریخ کړی دی.
مولاناعبدالحمید زیاته کړه: د قران کریم تنکي حافظان د کلام الله مجید د حفظ د پای ته رسولو په ویاړ د خوښۍ اظهار کوي او ( قرآني جشن) جوړوي چې د سیمې ډیر عام خلک هم په کې شرکت کوي. مګر د افغانستان اردو په هغوی بمونه وروي، دا حادثه واقعا زړه بوږنوونکې، نفرت انګیزه او ټکان ورکوونکې وه، د داسې حوادثو لیدل د انسان له زړه وینې جاري کوي.
په ایران کې د اهل السنة مسلمانانو دغه مشر او مشهور عالم وویل: د قران کریم په حافظانو دغه حمله نه یوازې د افغانستان مسلمان ملت دردمند کړی بلکې د ټولو دنیا مسلمانانو ته یې ټکان ورکړی او د عاملینو په وړاندې یې د ټول اسلامي امت نفرت راپاریدلی دی. دا چې د دغسې جنایاتو عاملین په دیني او قرآني مراسمو حمله کوي او د قرآن حافظان په شهادت رسوي دا د دوی د بزدلي او ناکامي نښه ده او له دې څخه څرګندیږي چې دوی د جګړې په ډګر کې شکست خوړلی.
مولانا عبدالحمید چې په ایران کې د سنیانو تر ټولو مشهور او پیژندل شوی عالم دی، په زاهدان ښار کې د مشهورې مدرسې ( دار العلوم زاهدان) مهتمم او د جامع مکي په نوم د زاهدان د ستر جامع مسجد خطیب هم دی. نوموړی په داسې حال کې د کندز د پيښې په اړه غبرګون ښيي چې له دې وړاندې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دیني علماء کرامو، مذهبي ټولنو او عامو مسلمانانو په کندز کې د مدرسې بمبار غندلی او هغه یې په اسلامي شعائرو برید بللی دی.

شریک یي کړئ!